ډيپلوماسي او ګواښونه؛ د ایران او امریکا دویم پړاو خبرې سبا پیلېږي

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو دویم پړاو سبا په جېنوا کې پیل کېږي. د دواړو هېوادونو استازي مخکې له مخکې سویس ته رسېدلي دي. سره له دې چې په سیمه کې د ډیپلوماسۍ هڅې روانې دي، د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ په دریځ کې بدلون لیدل کېږي.

د اړیکو پراختیا؛ بلخ کې اوزبیک او افغان سوداګرو ګډه ناسته کړې

د بلخ ځایي مسوولان وایي چې اوزبیکستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، په دې ولایت کې د افغان او اوزبیکستاني سوداګرو ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوې ده.

د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، هارون رشید قاضي، وایي چې دغه ناسته د «دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تواصل» تر سرلیک لاندې پرون یکشنبه، سلواغې ۲۶مه، مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه.

بلخ کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

یاد نندارتون د حرکت موسسې له لوري دUNDP  په مالي ملاتړ جوړ شوی چې په‌کې کرنیز او د مالدارۍ محصولات، کرنیز ماشینونه، طبي بوټي، د څارويو خوراکي توکي او نور تولیدات په څه باندې سلو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د چارواکو په وینا، د دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

د بدخشان سروزرو کانونو کې شاوخوا ۱۰۰زره کسان پر کار بوخت دي

یاد وزارت یکشنبه (سلواغې ۲۶مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د بدخشان په ولسوالیو شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنج‌خواه کې د سرو زرو د کانونو په استخراج او ورسره تړلو تخنیکي چارو کې فعالیت کوي.

د پاکستان له زندانونو ۱۰۵ افغان بندیان راخوشې شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ اعلان کړی چې ۱۰۵ افغان وګړي د دغه هېواد له زندانونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

یادې کنسولګرۍ نن سهار (دوشنبه، سلواغې ۲۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې خوشې شوي کسان د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي له لارې افغانستان ته داخل شوي.

د اوربند نقض؛ د اسراییلو بریدونو کې ۱۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

د اسراییل له‌خوا پر غزې د وروستیو هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، دا بریدونه تېره ورځ د غزې په شمال پر جبالیا کډوالو کمپ، په سوېل کې پر خان‌یونس او د ښار په ختیځ کې د تل‌الهوا پر سیمو شوي دي.