
پاکستان سره د غلامخان لار وتړل شوه
د خوست ځايي مسوولان وايي، پاکستان نن ۱۰ بجې د غلامخان لار د تګ راتګ پرمخ وتړله. د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلاموطندار

د خوست ځايي مسوولان وايي، پاکستان نن ۱۰ بجې د غلامخان لار د تګ راتګ پرمخ وتړله. د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلاموطندار

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي مرکزونه نشته او پاکستان دې د افغانستان ملامتولو پر ځای،

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت ځواکونو د تېرې شپې عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي.
هغه وویل، دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ ۲۵ پوستې هم نیول شوي او د هغوی ګڼ شمېر پوځي مهمات د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي.

د تورخم او د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې د خرلاڅي دروازې تېره شپه ډیورنډ فرضي کرښه کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له

د دفاع وزارت ویلي چې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د افغان پوځ د تېرې شپې عملیات د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم پرلپسې نقض په ځواب کې ترسره شول.
د دفاع وزارت زیاته کړې چې که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي، افغان وسلهوال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.

پر ډیورنډ فرضي کرښه پر پاکستانیو پوستو د اسلامي امارت د تېرې شپې غچاخیستونکو بریدونو کې پاکستاني پوځ ته درانه تلفات اوښتي او ګڼ شمېر امنیتي پوستې یې ویجاړې شوي.
د اسلامي امارت مسوولانو ویلي، افغان پوځ تېره شپه په کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست، کندهار او هلمند ولایتونو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه په پاکستاني ځواکونو عملیات کړي.