
نهختمېدونکی درد؛ هغه ښځه چې شل کاله یې د کورنۍ سرپرستي کړې
په مستعار نوم نسترن له ۲۰ کلونو راهیسې نه یوازې د یوې ښځې په توګه، بلکې د یوه نارینه په شان د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه اخیستې او د ژوند په خوښیو او ستونزو کې د خپلو ماشومانو یوازینۍ ملاتړې پاتې شوې.
هغې نه یوازې د خپل خاوند د نشتوالي درد زغملی، بلکې د ټولنیزو نابرابریو او د خلکو له ځورونکو نظرونو سره هم مخ شوې ده.








