
له هنر سره ژوند؛ هغه نجلۍ چې د انځورګرۍ له لارې خپلې اړتیاوې تامینوي
د یوه شنه او له رنګارنګ ګلونو ډک د یوه ښکلي انګړ په کونج کې کوچنۍ خونه!
دغه خونه چې دیوالونه یې په ښکلو تابلوګانو سمبال دي، د انځورګرۍ وسایل په کې په منظم ډول یوې خوا ته اېښودل شوي؛ چېرې چې یوه نجلۍ پهکې خپل ژوند له هنر سره تېروي.
کله چې هوا تیاره وي او شپه ورو ورو ارامه شي، انځورګرۍ پیلوي او ساعتونه د تابلوګانو مخې ته ولاړه وي.








