
پکتیکا کې په ۳۳۳ میلیون افغانیو د سړک جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیکا له مرکز ښرنې د پکتيا زرمت ولسوالي پورې د ۳۸ کیلومتره په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې پیل شوې. د پکتیکا د ټولګټو

د پکتیکا له مرکز ښرنې د پکتيا زرمت ولسوالي پورې د ۳۸ کیلومتره په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې پیل شوې. د پکتیکا د ټولګټو

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لومړیو دریو میاشتو حمل، ثور او جوزا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی او ۶۱۹ نور ټپیان دي.
هغه وویل، طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې د اوښتو ځاني زیانونو ترڅنګ، ۸ زره او ۳۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.

د باختر خصوصي پوهنتون مسوولان وايي چې دوی د «خبریالانو د مالي او تحصیلي ملاتړ صندوق» په نوم یو بنسټ جوړ کړی چې موخه یې، د خبریالانو د زدهکړو دوام، علمي ظرفیت لوړونه او مالي ستونزو ته رسېدنه ده.

د غزني د کډوالو چارو ریاست پر وړاندې د بیرته راستنېدونکو اوږدې لیکې، د هغو کورنیو د کډوالۍ او کړاوونو تصویر څرګندوي چې دې وروستیو اونیو او میاشتو کې له ایرانه بیرته راستانه شوي.
لسګونه کورنۍ تر سوزنده لمر لاندې د غزني د کډوالو چارو ریاست پر وړاندې د عریضهلیکونکو مخې ته لیکو کې ولاړې دي، څو خپلې غوښتنې محلي چارواکو ته ورسوي.

پکتیکا کې د ښرنې ښاروالي مسوولان وايي چې د ښرنې ښار اړوند سیمو د يو سړک او ګلدانونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د ښرنې ښاروالي څخه سلاموطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو دوو پروژو څه باندې ۱۶ میلیونه افغانی لګښت کېږي چې چارې یې، «نن دوشنبه، چنګاښ ۲مه» پيل شوې.

د غور په لوړو غرونو او درو کې د «یامه» یا «افدارا» په نوم بوټی شین کېږي، هغه چې د دې ولایت اوسیدونکي یې ژمي

په کاپیسا او پنجشېر کې د اورښونو له امله راوتلیو سېلابونو پرمهال یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ مالي زیانونه یې، اړولي دي.
د کاپیسا د نجراب ولسوال عطالله نعمت وايي چې د یادې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې، یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني ښار اړوند «پیرزاده» کلي کې یوه ځوان له سېلاب څخه د دوو ماشومانو د ژغورنې پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه پرون یکشنبه، چنګاښ ۲۱مه، دغه کلي کې د سېلاب راوتلو پرمهال شوې ده.

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «لډو لوبې» پر سر د رامنځته شوې شخړې له امله یوه ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دوی په وینا، پېښه د کامې ولسوالي اړوند د قلعهاخند سیمې کې د دوو کلیوالو تر منځ د لډو لوبې پر سر رامنځته شوې وه.

د هلمند امنیه قومنداني د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د عملیاتو پرمهال د ګرمسېر او خانشین ولسوالیو په اړوند سیمو کې په لویه کچه نشهيي توکي نیولي دي.

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۱۵۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي زدهکړو فارغ شوي دي.
دغه ځوانانو ته د خیاطي، موټرسایکل جوړولو او موبایل ترمیم برخه کې حرفوي او مسلکي زدهکړې ورکول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین څخه د ناهیلۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا به اوکراین ته دپاټریوټدفاعي سېسټم ورکړي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویلي چې د نورستان کامدېش ولسوالي کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبرې وپلورل شوې. دغه وزارت نن (دوشنبه، سرطان ۲۳) یوه

د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشت کې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۸ زره او ۲۶ کسانو ته ورسېد.
الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې د بریدونو پرمهال شاوخوا ۱۳۸ زره نور ټپیان شوي هم دي.
راپور کې ویل شوي چې یوازې تېره ورځ یکشنبه د یوه مشهور ډاکټر او اوو ماشومانو په ګډون ۹۵ فسطینیان ووژل شول.