سمنګان کې په څه باندې ۱۱میلیونه افغانیو د ۱۱پروژو چارې پیل شوې

د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې دغه ولایت د ناروې په مالي مرسته د ۱۱ پراختیایي او ودانیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغو پراختیایي پروژو چارې نن چهارشنبه، چنګاښ ۱۸مه د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالي اړوند کلیو کې پیل شوې.

کندهار کې د اوبو کمښت؛ « اوبو پسې لس تر دولس کیلومتره مزل کوم»

اقلیمي بدلون د افغانستان پر نورو ولایتونو هم منفي اغېزې کړي دي خو د ځینو نړیوالو ادارو معلومات له مخې جنوبي ولایتونه يې تر نورو ډېر ځپلي چې له همدې امله خلک کډوالۍ ته اړ شوي او همداشان روغتیايي ستونزې او ټولنیزه بې ثباتي هم پکې ډېره شوې.

لوګر کې په ۱۴۰زره ډالرو د اوبو یوه سربند د جوړېدو چارې پیل شوې

د دغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست رییس ملا محمداسماعیل اخندازده په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د کاشان اوبو سربند د څرخ ولسوالي په «غجرک» سیمه کې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FAO) له لوري د ۱۴۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت په راتلوونکو شپږو میاشتو کې جوړېږي چې له پرانېستې سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه خړوبه شي.

روسیې پر اوکراین څه باندې ۷۰۰ ډرون ویشتلي

وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د پرمختللو پوځي تجهیزات د ورکړې، خبره وکړه، روسیې بېګاه شپه پر اوکراین څه باندې ۷۰۰ ډرون ویشتلي دي.

د اوکراین پوځ وايي چې بېګاه شپه د روسیې له لوري ۷۲۸ ډرون وېشتل شوي چې نږدې ټول یې، شنډ شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي پر خپل ټېلېګرام دغه بریدونه زیاتېدونکي بللي او پر روسیې یې، د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

غزه کې بریدونه؛ لږترلږه ۱۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو بریدونو له امله د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال ۱۰۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، جولای نهمه، راپور ورکړی چې په وژل شویو کې اووه کسان یې، مرسته ترلاسه کوونکي دي او ۵۷ نور مرسته ترلاسه کوونکي بیا ټپیان دي.

کینیا کې د حکومت ضد لاریونونو پرمهال ۳۱ کسان وژل شوي

کینیا کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت ضد لاریونونو پرمهال د تاوتریخوالي او اخ‌ډب له کبله ۳۱ کسان وژل شوي دي.

د بشرحقونو څار کمېسیون په خبرپاڼه کې ویلي چې د لاریونونو پرمهال ۱۰۷ کسان ټپیان شوي. یاد کمېسیون له دې وړاندې د وژل شویو شمېر لس او د ټپیانو بیا ۲۹ کسان ښودلي وو. د یاد کمېسیون په وینا، ۵۳۲ کسان نیول شوي هم دي.

د فرانسې ولسمشر: برتانیه دې د فلسطین له رسمیت پېژندو ملاتړ وکړي

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون برتانیې ته د درې ورځني سفر په پیل کې غوښتنه کړې چې لندن دې د خپلواکه هېواد په توګه د فلسطین له رسمیت پېژندو ملاتړ وکړي.

هغه تېره ورځ (سه‌شنبه، سرطان ۱۷) د برتانیې د دوو جرګو د غړو پر وړاندې د وینا پرمهال غزه کې له قید او شرط پرته د اوربند د ټینګښت غوښتنه کړې.

د جرمونو نړیوالې محکمې حکم؛ مجاهد: اوتې بوتې دي

د سرپرست حکومت ویاند د جرمونو نړيوالې محکمې د حکم په غبرګون کې هغه اعلانات او اوتې بوتې بللي دي.

د جرمونو نړيوالې محکمې تېره ورځ د اسلامي امارت د مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده او د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده.

ذبېح‌الله مجاهد تېره ورځ (سه‌شنبه، سرطان ۱۷) د جرمونو نړیوالې محکمې له دغې غوښتنې وروسته، پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې په دغه نوم کومه محکمه نه پېژني.