هلمند کې په ۲۷۵ میلیونه افغانیو د «نهرسراج» کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

د یادې پروژې پرانیستې مراسمو ته  د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د علماوو شورا رییس مولوي محمداسماعیل او ګڼ‌شمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د اسلامي امارت پلاوی دوو غونډو کې د ګډون لپاره قطر ته تللی

د اسلامي امارت یوه پلاوي له مخدره توکو سره د مبارزې د کاري ډلې درېیمه غونډه او د خصوصي سکتور د تخنیکي کمیټې دویمه ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته سفر کړی.
د اسلامي امارت پلاوی به دغو غونډو کې د مخدره توکو د مخنیوي او کنټرول لپاره د ګډو هڅو او د نړیوالو همکاریو پراختیا په برخه کې بحث او خبرې وکړي.

روانه میاشت څه باندې ۲۳۰زره افغانان له ایرانه هېواد ته راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» وايي چې روانه میلادي میاشت «جون» کې له ایران څه باندې ۲۳۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه شمېر افغانان داسې مهال بېرته هېواد ته راغلي چې ایران له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه او پراخه کړې ده.

روسیې دوو میاشتو کې له اوکراین ۹۵۰ کیلومټره مربع خاوره نیولې

د روسیې دولتي رسنۍ وايي چې د یاد هېواد ځواکونو د تېرو څه باندې دوو میاشتو پرمهال له اوکراین څخه له ۹۵۰ کیلومټره مربع ډېره خاوره نیولې ده.

د یادو رسنیو د راپورونو له مخې، له ۹۵۰ کیلومټره خاورې تر نیولو وروسته د لومړي ځل لپاره روسي ځواکونو د اوکراین د دنیپروپتروفسک په مرکزي ختیځه سیمه کې یو کلی نیولی دی.

ناروې بیرته راستنېدونکو سره یو میلیون ډالر مرسته کوي

له ایرانه د افغانانو د بیرته راستنېدو لړۍ په چټک‌کېدو سره، ناروې د بیرته راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره یو میلیون ډالر ځانګړي کړي.
د ناروې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د جبري ستنولو لړۍ په چټکه کېدو سره، افغانستان کې لومړنۍ اړتیاووې مخ په زیاتېدو دي او روان وضعیت ته د ځواب ویلو لپاره یې دغه بودیجه ځانګړې کړې.

لوګر کې له ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشوې

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغې ولسوالي له ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره بېړنې مرستې شوې دي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دغه مرسته د طبیعي پېښو پرضد مبارزې او کلیو پراختیا ریاستونو له لوري له سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره شوې ده.

د پکتیا مرکز ګردېز ښار پاکولو لپاره عمومي حشر شوی

د ګردېز ښاروالي له لوري نن دوشنبه، چنګاښ نهمه، د ښاريانو سره په ګډه د ښار د پاکولو لپاره عمومي حشر کړی چې د ښاروالي مسوولانو، ګردېز ښاريانو او ګذر وکيلانو په‌کې برخه اخیستې وه.

د ياد حشر د پيل په مراسمو کې د ګردېز ښاروال حبيب‌الله اخندزاده حامد وويل چې ياد عمومي حشر د ښار د پاکوالي لپاره شوی چې ګڼو خلکو په‌کې ګډون کړی دی.

د پنجشېر ـ تخار سړک جوړولو لپاره ۲۷۰ میلیون افغانۍ بودیجه منظور شوه

د پنجشېر ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت او تخار ترمنځ د ۲۸ کیلومتره سړک جوړولو لپاره ۲۷۰ میلیون افغانۍ بودیجه منظور شوه.
د پنجشېر ـ تخار نښلېدونکی سړک په ۲۸ کیلومتره اوږدوالي او ۵ متر سور سره جوړیږي او د کابل او شمال ختیځو ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ زیاتېدو او د لېږد را لېږد په برخه کې به ګڼې اسانتیاووې رامنځ ته کړي.

میدان‌وردګ کې د پاکو اوبو رسولو څلورو شبکو جوړېدو چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ ځايي مسوولان وایي، په چک ولسوالي کې د ۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو څلورو شبکو د جوړېدو چارې پيل شوې.
په دغو پروژو کې د چک ولسوالي «خواجه‌انګور، ګلاب‌خېلو، غونډۍ او کرکټ» کليو کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو جوړول، یو شمېر کلیو کې د ۶۵ څاګانو ترمیم او په ۷ ښوونځیو کې د اوبو برابرول شامل دي.

غور کې په ۱۶ میلیون افغانۍ د اوبو رسولو دوه شبکې جوړیږي

د غور ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت تیورې او دولت‌یار ولسوالیو کې د ۱۶ میلیون او ۱۱۳ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده نن (دوشنبه، سرطان ۹مه) وايي، د اوبو رسولو دغه شبکې د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ تطبیق کیږي.