کابل کې ګل‌پلورونکي ماشومان: سخته ده چې تش جېب کور ته لاړ شې

کابل کې یوشمېر هغه زده‌کوونکي چې ګلان پلوري، د یاد ښار په شهرنو سیمه کې د هټیو او رسټورانټونو مخې ته دریږي او هڅه کوي چې خلک وهڅوي، څو له دوی څخه د ګلونو ګېډۍ وپېري. یو له دغو زده‌کوونکو څخه چې د ورځې له ګرمۍ ستړی شوی او د یوې هټۍ د زینو تر سیوري لاندې ناست دی.

کندوز کې یوه یتیمه نجلۍ له کلونو کورني بند وروسته ازاده شوه

د کندوز امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه یتیمه نجلۍ چې له کلونو راهیسې په یوه کور کې بندي وه، ازاده کړې ده.

د مسوولانو په وینا، دغه یتیمه نجلۍ د کندوز د امام‌ صاحب ولسوالي په اړوند سیمه کې له کلونو راپدېخوا بندي شوې وه چې د کشفي عملیاتو پرمهال له بنده ازاده شوې.

چین په بلخ کې د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت «سړه‌ خونه» جوړوي

د بلخ مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د چین له لوري د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د مېوو او تازه سبزي، د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه جوړېږي.

د بلخ مقام د رسنیو دفترله لوري نن سه‌شنبه، چنګاښ ۳مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چین یوه پلاوي دغه ژمنه د یاد ولایت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال کړې ده.

هرات کې په اووه میلیونه افغانیو ورزشي جمنازیوم جوړ شو

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه سوداګر له لوري د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یو ورزشي جمنازیوم جوړ او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د «خورشید» په نوم دغه ورزشي جمنازیوم د یاد ولایت په کشک‌رباط‌سنګي ولسوالي کې جوړ شوی دی.

لوګر کې پر ۳۶۵ هکتاره ځمکه هندواڼې کرل شوي

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د هندواڼو کرکېله زیاته شوې ده.

هرات کې د خطاطۍ څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «خطاطۍ» څلور ورځنۍ نندارتون پرانېستل شوی دی.

دغه نندارتون د «ګنجینه‌يي درخشان په نوم د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د تېکا دفتر په همکاري پیل شوی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي چې دغه نندارتون د ترکیې د نوموتي خطاط «استاد حسن چلبي» په یاد پرانېستل شوی.

نور جلال جلالي: د درملو او خوړو د قاچاق مخنیوي قانون توشیح شو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي د سې‌شنبه په ورځ کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، د اسلامي امارت مشر د درملو، خوراکي توکو او طبي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون توشیح کړی.
ښاغلي جلالي زیاته کړه چې د درملو، خوراکي توکو او طبي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون په څلورو څپرکو، دریو برخو او ۳۴ مادو کې توشېح شوی.

پر اسراییلو د ایران بریدونه؛ اووه کسان وژل شوي

د اسراییلو سوېل په بئرالسبع کې د ایران له لوري د ویشتل شویو توغندیزو بریدونو له کبله اووه کسان وژل شوي دي.

د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو ادارې د مسوولانو په وینا، دغه کسان د هستوګنې پر یوه کور د ایران د توغندي د لګېدو له امله وژل شوي.

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۳۷ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو بریدونو پرمهال ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه کسان نن سه‌شنبه، جون ۲۴مه، سهار راهیسې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، یوازې ۲۹ کسانو د مرستو وېش مرکز ته نږدې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اسراییل لومړي وزیر د ټرمپ د اوربند هوکړه منلی

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ایران او اسراییل ترمنځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند تړون منلی دی.

نتانیاهو وايي، دوی په ایران کې خپلو موخو ته رسېدلي دي او د پیل کړې جګړې هدف چې د ایران اټومي تاسیسات او توغندیز ګواښ و، له منځه ولاړ.

نتنیاهو ویلي چې نن به په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي.

پر اسراییل د ایران تازه بریدونو کې ۳ اسراییلیان وژل شوي

ایران تېره شپه قطر کې د امریکا په پوځي اډې له برید وروسته، نن سه شنبه سهار پر اسراییل تازه توغندیز بریدونه کړي.
دغو بریدونو کې ٣ اسراییلیان وژل شوي او ٦ ټپیان دي.
ورته وخت کې د اسراییل ۱۲ شبکې هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په ۱۲مه ورځ د ایران یو توغندی د اسراییل په سویل کې په یوې ودانۍ لګېدلی چې ۳ کسان یې وژلي.

ټرمپ: د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل او ایران ترمنځ “بشپړ” اوربند شوی دی.
ان بي سي شبکې نن )سه‌شنبه، سرطان ٣) راپور ورکړی چې ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه کړې چې “په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي.”
د راپور پر اساس، ټرمپ تمه ښوولې چې اوربند “د تل لپاره” دوام وکړي.

قطر دغه هېواد کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران برید غندلی

د قطر بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه کې ویلي، د ایران سپاه پاسداران له لوري په العدید اډې توغندیز برید په کلکه غندي.
بیانیه کې ویل شوي چې په العدید اډې د ایران برید د قطر د حاکمیت، هوایي حریم او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.
بیانیه کې راغلي چې: “قطر حق لري چې د سرغړونې د نوعیت او اندازې او د نړیوالو قوانینو سره سم مستقیم ځواب ورکړي.”

ایران قطر کې د امریکا په پوځي اډې برید کړی

د راپورونو پر اساس، ايران په قطر کې د امريکا پوځي اډې ويشتلو لپاره پر دغه هېواد توغندي توغولي دي.
د ایران وسله‌والو ځواکونو تېره شپه (دوشنبه، سرطان دویمه) یوه بیانیه کې وویل چې سپاه پاسداران قطر کې د امریکا په العدید اډې شپږ توغندي توغولي دي.
ورته وخت کې رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د قطر دوحې کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.