خوست کې د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څه باندې ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهار لپاره شپږ پروژې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

يادې پروژې په ګربزو، اسماعيل خيل مندوزي، عليشرو او سپيرې ولسواليو کې د اوبو او برښنا وزارت له لوري بشپړې او ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شوې.

مودي پاکستان ته: څاڅکی اوبه هم نه‌درکوم

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي وايي چې پاکستان به له هغو سیندونو اوبه ترلاسه نه‌کړي چې دوی یې، حقدار دي.

مودي دغه څرګندونې شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغې کوي چې وسله‌والو په هندي کشمیر کې د یوه برید پرمهال ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.

د هند ای‌پي‌اېل کې ګجرات له لکناو سره سیالي کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن ماښام ګجرات ټایټنز له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن پنجشنبه، مې ۲۲مه، ۶:۳۰ بجې د هند د احمداباد ښار په نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

لغمان کې د ۱۰میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارې پيل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر لغمان کې د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د ۱۰ میګاواټه لمریزې برښنا پروژې چارو پرانیسته وکړه.
هغه وویل، د برښنا د تولید دغې دستګاه جوړولو چارې به شپږ میاشتې وخت ونیسي او ۱۰ زره کورنیو ته به بریښنا برابره کړي. نوموړي وویل، د برښنا دغه پروژه به ۶ میاشتو کې بشپړه او ۱۰ زره کورنیو ته برښنا برابره کړي.

عبدالباري عمر: سږکال به ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي

د برښنا شرکت اجرایي مشر عبدالباري عمر وايي چې هېواد کې د برښنا پراختیا په لړ کې به سږکال ۸۰ ولسوالیو ته د برښنا شبکې وغځول شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، غبرګولي لومړۍ نېټه، لغمان کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید دستګاه پروژې په پرانېست‌غونډه کې کړې دي.

پاکستان کې د برید پرمهال دوه کسان وژل شوي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په اړوند سیمه کې د وسله‌والو د برید پرمهال دوه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

پولیسو رسنیو ته ویلي چې برید په بنو کې د پولیسو پر پوستې شوی دی.

د دوی په وینا، وسله‌والو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې مخته چاودلی او وروسته یې، پر پولیسو ډزې پیل کړي دي.

میدان‌وردګ کې بېرته راستنېدونکو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د کډوالو چارو وزارت سره په همغږۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د هستوګنې کمپ جوړېږي.

د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره د یاد کمپ د جوړېدو او اسانتیاوو برابرولو په موخه لیدلي دي.

چین افغانستان سره د روغتیا، انرژۍ او کرنې برخو کې همکاري کوي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل نن (پنجشنبه، د جوزا لومړۍ) ویلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین د پرمختیايي همکاریو د ادارې مشر چن ژیاؤډونګ سره لیدلي.
دغه ناسته کې د افغانستان په بیارغونه کې د چین د پرمختیايي پروژو او نورو دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحثونه شوي.

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسراییلو چارواکي وايي چې له یمن څخه د دوی پر مرکزي سیمو وېشتل شوی توغندی یې، شنډ کړی دی.

دغه توغندی نن پنجشنبه، مې ۲۲مه، سهار مهال له یمن توغول شوی دی.

پر غزې د اسراییل بریدونو کې ۹۳ فلسطینیان وژل شوي

له تېرې ورځې راهیسې غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږترلږه ۹۳ فلسطینیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغو بریدونو کې تر ډېره هغه کسان په نښه شوي چې د بشري مرستو وېش ته په تمه وو.
که څه هم ملګروملتونو ویلي چې غزې ته د بشري مرستو ۱۰۰ لارې داخلې شوي، خو د ستونزو له امله دغه مرستې لا هم اړمنو ته نه‌دي وېشل شوي.

د پکتيا مرکزي زندان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالي پای ته ورسېدې

د پکتيا د زندان رياست مسوولان وايي چې زندانيانو ته د تفرېح، سالمې بوختيا او د فزيکي روغتيا په موخه يوه اوونۍ وړاندې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالي جوړې شوې وې چې د پکتيا پوهنتون د زده‌کړیالانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان دې د پېښو مسوولیت په افغانستان نه‌اچوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان بلوچستان کې د ښونځي په بس موټر برید چې د ګڼو ماشومانو د مرګژوبلې لامل شوه په کلکه غندلې.
هغه ویلي چې په ماشومانو او ملکي وګړو برید په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی.
هغه لیکلي چې پاکستاني چارواکي دې له کوم دلیل او توجیې پرته د پیښو مسئولیت په افغانستان نها‌چوي.