کرزی پاکستان ته: د وسلو پرځای علمي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم کړئ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد دې د وسلو او راکېټونو پرځای خپل علمي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم کړي. کرزي پاکستان ته په اشارې سره همداراز ټينګار کړی چې افغانستان غوره علمي او فرهنګي شخصیتونه لري چې په وینا یې، نړۍ یې، درنښت لري.

پکتیا کې راستنو شويو ته د دوو ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې

د ريس‌الوزرا اداري مرستيال او د کډوالو د عالي کمېسون مشر مولوي عبدالسلام حنفي نن «سه‌شنبه، غويي ۱۶» په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل وويل، سرپرست حکومت ټولو راستنو شويو ته لومړنۍ مرستې چمتو کړي او د اوسېدو لنډمهالي کمپونه يې ورته جوړ کړي دي.

د انځورګرۍ په ژبه د زړه خبرې؛ افغان انځورګر: رسامي مې خپله زده‌کړې

د کندهار اوسېدونکی ۲۵کلن سیدیس اتش چې د طب پوهنځي زده‌کړیال دی او له تېرو څلور کلونو راهیسې په سکرو رسامي کوي.

سدیس چې دغه هنر له روزنې پرته زده‌کړی، خپل لومړۍ رسامي د درسي کتاب په وروستۍ پاڼه وکښله، هغه ساده طرحه چې هنر سره د نوموړي د لېوالتیا لومړی ګام و. هغه د خپل نږدې ملګرو په هڅونه دې لارې ته دوام ورکړی.

هند کې د اورښت له امله ۱۴ کسان مړه او ۱۶ ټپیان دي

هند کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په لوېدیځ ګجرات ایالت کې د باران ورېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې دغه ایالت کې د روان باران له امله خلکو ته ګڼ‌ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

امریکا په خپله خوښه تلونکو ناقانونه کډوالو ته ۱۰۰۰ ډالر ورکوي

د امریکا حکومت په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوالو ته اعلان کړی، که په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شي، ۱۰۰۰ ډالر به ورکړي.

د امریکا کورني امنیت وزارت مسوولان وايي، په خپله خوښه تلونکو ناقانونه کډوالو ته د سفر د لګښت ترڅنګ، یو اپلېکېشن هم جوړ کړی چې وکولای شي، خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره ځان ثبت کړي.

د چین یو شرکت افغانستان کې د موټرو کارخونه جوړوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د چین دونګ‌فنګ اډي موټورز شرکت په افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه شرکت مسوولانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال دې برخه کې د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه کړې.

اسراییل په یوه ورځ یمن، لبنان، سوریه او غزه کې بریدونه کړي

اسراییلي ځواکونو تېره ورځ دوشنبه په یمن، لبنان، سوریې او همدارنګه په غزې هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم تراوسه یمن، لبنان، سوریې او غزې کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دی مشخص شوی، خو ویل شوي چې په ټولیزه توګه دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.

د غزې نیولو طرحه؛ حماس: د اسراییل هر ډول هڅې به ماتې سره مخ شي

د حماس یو لوړپوړي چارواکي د اسراییل له لوري د غزې د نیولو لپاره هر ډول طرحه رد کړه.
محمود مرداوي ویلي، د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټول‌وژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسراییلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي.
د هغه په وینا، له اسراییلو سره یوازې هغه هوکړه مني چې بشپړ اوربند او له غزې د ټولو اسراییلي سرتېرو وتلو ته لاره هواره وي.