
لوګر کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د المپیک عمومي کمېټې په همکارۍ پلعلم ښار کې د ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال درې ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د المپیک عمومي کمېټې په همکارۍ پلعلم ښار کې د ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال درې ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

سلاموطندار د نسايي-ولادي برخې له څلور متخصصو مېرمنو سره مرکې کړي چې د مرکو پر مهال موندل شوې چې له حیواني محصولاتو استفاده او له حیوان سره د مستقیم تماس پر مهال روغتیايي سپارښتنو ته نهپام، په مېرمنو کې د «حیواني محرقې» د رامنځته کېدو لامل کېږي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د میدانوردګ په جغتو ولسوالي کې د اوبو مدیریت او ټرانسپورت برخو کې د ۲۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۶ ټولګټو پروژو کار چارې پیل شوې چې په راتلوونکې یوه کال کې به بشپړې شي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي امانتي صندوق اعلان کړی چې سوېليکوریا له دې صندوق سره یو میلیون ډالر مرسته کړې چې افغانستان کې به اړمنو سره د بشردوستانه مرستو برابرولو برخه کې ولګول شي.

په کندهار کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه، شلو بېوزله کورنیو ته د تار جوړولو ماشینونه ورکړل شول.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي: «یاد تجهیزات له مسلکي روزنې وروسته ورکول شوي، څو مستحقې کورنۍ د خپل کار د لارې خپل ژوند تمویل کړي.»

د یاد ولایت د مقام ویاند محمدافضل دیندوست ویلي چې دغه پرېکړه پرون سهشنبه، غويي ۹مه، د فاریاب لومړۍ درجه چارواکو له لوري نیول شوې.
د دیندوست په وینا، د فاریاب د امربالمعروف او نهېعنالمنکر رییس محمدصادق ثاقب په دې ناسته د امربالمعروف او نهې عنالمنکر قانون د ۱۷مې مادې په تشرېح کولو سره د په رسنیو کې د ژوندي موجوداتو د انځور نه خپرېدو غوښتنه کړې ده.

د سوېليکوریا چارواکي وايي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ په روانه جګړه کې د شماليکوریا شاوخوا ۶۰۰ سرتېري وژل شوي دي.
د سوېليکوریا قانون جوړونکو د یاد هېواد د استخباراتي اژانس له قوله اعلان کړی چې د روسیې په ملاتړ او د اوکراین پر ضد د شماليکوریا شاوخوا ۱۵۰۰۰ سرتيري یادې جګړې ته لېږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې د بشري چارو لپاره د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر کندهار

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير

د راپورونو پر اساس، امریکا تېره شپه او نن چهارشنبه سهار مهال د یمن پلازمینې صنعا په ګډون په صعده، مأرب، الجوف او البیضاء ښارونو

هندي رسنیو راپور ورکړی چې کشمیر کې پر سیلانیان له برید وروسته چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل پوځ ته د “عمل ازادي” ورکړه، تر څو د یاد برید غچ واخلي.
دې سره د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي، کره اطلاعات په واک کې لري چې ښیي، هند به له ٢٤ تر ٣٦ ساعتونو پورې په پاکستان بريد کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر ایکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا سره ليدلي او د افغان کډوالو، کورنيو بیځایه شوو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه یې خبرې کړي.
د یوناما مشرې له کډوالو سره د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړ او ویلي، د دې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېره ورځ (سهشنبه، ثور ۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د راه فردا ټلويزيون فعالیت د دغې رسنۍ د کارکونکو پرلپسې