
هلمند کې لسګونه میله وسلې او پوځي تجهیزات نیول شوي
د هلمند امنیتي چارواکي وايي، تېرې یوې میاشتې کې یې، ۹۸ میله وسلې او نظامي تجهیزات نیولي دي.
د هلمند امنیه قومنداني ترهګرۍ سره د
مبارزې مدیریت مسوولانو سلاموطندار ته وویل، دا وسلې او تجهیزات د لښکرګاه ښار ترڅنګ، د یوشمېر ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د کشفي معلوماتو پربنسټ د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.














