
میدانوردګ کې ۶۵زره جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې
د میدانوردګ د دولتي ځمکو د بېرته راګرځېدو کمېسیون چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې ۶۵زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.

د میدانوردګ د دولتي ځمکو د بېرته راګرځېدو کمېسیون چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدانښار او ولسوالیو کې ۶۵زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست له لوري په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت سیمهییزو چارواکو په ګډون د ملي دفاع وزارت او د یوشمېر موسسو استازو ګډون کړی وو.

د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت د کشفي ارګانونو په همغږۍ، په باغران ولسوالي کې په پراخه کچه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي.

د کندهار کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «مېلکو لبنیاتو شرکت» د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه د ارغنداب ولسوالي په منارې سیمه کې د شیدو راټولولو مرکز جوړ کړی دی.
په دې مرکز کې په ورځنۍ کچې ۱۵زره کیلوګرامه تازه شیدې راټولېږي.

یمن په راسعیسی بندر کې د امریکايي ځواکونو د هوايي برید پرمهال ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰۲ نور ټپیان دي.
برید د راسعیسی بندر کې شوی چې د تېلو پراخې زېرمې لري.
د امریکا مرکزي قومنداني «سنټکام» ویلي چې دغه بریدونه یې، د حوثیانو د تېلو او عوایدو سرچینو لهمنځه وړو لپاره کړې دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن څخه د دوی پر لوري توغول شوی توغندی یې، شنډ کړی دی.
د اسراییلو پوځ نن جمعه، اپرېل ۱۸مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توغندی له هغه سیمې د دوی پر لور وېشتل شوی چې د ایران له ملاتړ برخمنه حوثي ډله ترې توغندیز بریدونه کوي.

غزه کې د اسراییلو د بریدونو په لړ کې له نن جمعه سهار راهیسې یوه لسیز کورنۍ په بشپړه توګه لهمنځه تللې ده.
یاده کورنۍ په خانیونس کې د اسراییلي ځواکونو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.