
پاکستان او ایران دوو میاشتو کې څه باندې ۲۷زره افغانان هېواد ته راستانه کړي
د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یو اړخیزه پرېکړه ونهکړي.
کابل کې د ایران سفارت څو ورځې وړاندې ویلي و چې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې سرپرست حکومت سره هوکړه کړې ده.