د لوړو زدهکړو وزارت له هېواده بهر د بورسیو د وېش بهیر درولی
د لوړو زدهکړو وزارت نورو هېوادونو ته د دولتي او خصوصي بورسیو د وېش بهیر له درېدو خبر ورکړی، هغه پرېکړه چې د یادو بورسیو غوښتونکي وايي، د دوی تحصیلي مسیر یې، له خنډ سره مخ کړي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت نورو هېوادونو ته د دولتي او خصوصي بورسیو د وېش بهیر له درېدو خبر ورکړی، هغه پرېکړه چې د یادو بورسیو غوښتونکي وايي، د دوی تحصیلي مسیر یې، له خنډ سره مخ کړي دي.
د اسراییلو دفاع وزارت مسوولان وايي چې غزه کې د روانې جګړې له پیل تر دې مهاله لږترلږه ۱۳۵۰۰ اسراییلي سرتیري ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت د بیارغونې ادارې د معلوماتو له مخې، د یاد شمېر سرتېرو او افسرانو له ډلې، ۱۵۰۰ یې، دوه ځلې په جګړه کې ټپیان شوي دي. د یادو ټپیانو له ډلې یې، ۸۷ سرتېري په سر ټپیان شوي چې لس یې ویلچر کې دي.
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ شنو خونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه شنې خونې د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لارې جوړېږي چې موخه یې، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د میکانیزه کرنې پراختیا او د کوکنارو بدیل اغېزمنه کرنه ده.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي، د خوست ښار منار کې د کتاب لوستنې او مطالعې ته د ځوانانو هڅولو په پار د «رڼا» په نوم د کتاب لوستنې درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.
دغه نندارتون د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ پرانېستل شوی چې نن سهشنبه، لیندۍ ۲۷مه یې، وروستۍ ورځ ده.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه شبکې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNECEF) له لوري جوړې شوې دي.
د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې ۲۰۰۰ غواګانو ته د پوستکي ناروغي ضد «لمپيسکېن» واکسین ورکړل شوی دی.
دغه واکسین د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ ورکړل شوی دی.
د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ۶.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو لپاره د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.
د اوبو دغه ذخیره د هلمند د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې او د یونېسف ادارې په مالي ملاتړ، د کجکي په لویه نېچه کلي کې جوړه شوې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لوګر ته د یوه سفر پرمهال د دغه ولایت له چارواکو سره لیدلي دي.
د لوګر مقام کې جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني د یاد ولایت د اوسېدونکو د پوهنې، روغتیا، کرنې او د اوبو مدیریت برخه کې شته ستونزې شریکې کړې.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون