غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۶۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۶۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس د غزې د روغتیایي مسوولانو له قوله راپور ورکړی چې ۳۳ کسان د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو په النصیرات پنډغالي کې د اسراییلو یوه هوایي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو اټکل شوی

د هواپېژندنې ریاست مسوولان وايي چې نن جمعه، لیندۍ ۲۳مه د هېواد په شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو اټکل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، بېلابېلو سیمو کې به د بادونو چټکتیا په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

پر حقاني برید؛ متقي: هېوادونه دې ظالمانو ته ځای نه‌ورکوي

د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وايي، خلیل‌الرحمن حقاني یو صادق کس و او په وینا یې، هغه کسان به اور کې سوزي چې داسې صادقه خلک په شهادت رسوي.

هغه دغه څرګندونې پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خليل‌الرحمان حقاني جنازې مراسمو کې کړې دي.