اسراییلو دغه هېواد ته د انټونیو ګوټرېش پر ورتګ بندیز ولګاوه

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر یسراییل کاټز پر خپل اېکس لیکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ته به اجازه ور نه‌کړي چې خاورې ته یې ور دننه شي. هغه ګوټرېش یو «نامطلوب کس» بللی دی.
د کاټز په وینا، پر ګوټرېش یې ځکه دغه بندیز لګولی چې په غوڅ ډول یې پر اسراییلو د ایران او د اکټوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس بریدونه نه‌دي غندلي او نه یې هم د حماس، حزب‌الله او حوثیانو د اقداماتو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.

پر اسراییلو د ایران د برید پر وړاندې سیمه‌ييز او نړیوال غبرګونونه

ایران د سه‌شنبې په شپه شاوخوا ۲۰۰ توغندي پر اسراییلو ور وتوغول. د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې که اسراییل ځواب ورکړي، لا سخت ځواب به ورکړي.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر اېکس یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغه برید موخه یې د خپل هېواد د ګټو دفاع وه.

سرپرست حکومت د ژورو څاه‌ګانو د ارزولو او څار لپاره کمېټه جوړه کړې

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، د دغه وزارت د سرپرست سراج‌.الدین حقا.ني په لارښوونه یوه کمېټه جوړه شوې، څو د هغه حکم پر پلي کېدو څارنه وکړي چې له مخې یې د هر ډول کیندل شویو څاه‌ګانو خاوندان باید د ګواښونو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاه‌ګانو سرونه بند یا هم داسې جوړ کړي چې څوک په‌کې ونه لوېږي.

پر اسراییلو د ایران برید؛ کنعاني: ایران چې هر ځای وغواړي، په نښه کولای یې شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر اسراییلو د دغه هېواد له توغندیزونو بریدونو وروسته ویلي، اسراییل او د هغو ملاتړي دې وپوهېږي چې ایران هغه څه کوي چې وايي یې.
نوموړي نن (د تلې ۱۱مه، چهارشنبه) پر خپل اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ایران د سیمې امنیت او ثبات ته ژمن دی، خو د «یرغلګرو» پر وړاندې به کوټلي ګامونه واخلي.

نتنیاهو: ایران به پر اسراییلو د برید بیه پرې کړي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې ایران پر دغه هېواد د برید له امله لویه تېروتنه کړې ده.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې نتنیاهو دا موضوع د ایران له برید وروسته په یوه بیړنۍ غونډه کې کړې او ټینګار یې کړی چې ایران به پر اسراییلو د برید بیه پرې کړي.