ا.ا: د افغانستان په اړه د م.م د بشري حقونو شورا غونډه یواړخیزه ده

ا.ا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۷مې غونډې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو، په تېره د ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنو له څرګندولو وروسته دا غونډه او په‌کې د افغانستان په اړه وړاندې شوي راپورونه یواړخیز بولي.
د ا.ا د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په یاده ناسته کې یادې شوې شوې اندېښنې د سرپرست حکومت لپاره د منلو وړ نه‌دي.

بدخشان کې د ښځو له لوري د خپلسرو درملو کارېدو په اړه د ډاکټرانو خبرداری

که څه هم بدخشان کې یوشمېر ښځې وايي چې د اقتصادي ستونزو او عامه پوهاوي نه لرلو له کبله په خپل سر درمل خوري، خو ډاکټران خبرداری ورکوي چې د خپلسرو درملو کارول بدې پایلې لري.
د بدخشان اوسېدونکې فریده او جاوېده وايي، ښځې، په تېره امېندواره مېرمنې په دغه ولایت کې په خپل سر درمل خوري.

له ۲۲ ښځینه کارګرانو سره مرکې؛ «تنخوا مو کمه او نامناسب چلن راسره کېږي»

له ۲۲ ښځینه کارګرانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې دا ښځې د خلکو په کورونو کې له سختو کارونو سره سره لږ تنخوا اخلي او د کار خاوندانو له لوري ورسره نامناسب چلن کېږي. دوی وايي، د سختو اقتصادي ستونزو له کبله یې درنو کارونو ته مخه کړې، خو کمه تنخوا یې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.

لغمان کې «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» په ۱۸ میلیونه افغانۍ یو ټولنیز مرکز جوړ کړی

لغمان کې د ملګروملتونوملتونو عالي کمېشنري «یواېن‌اېج‌سي‌ار» د کډوالو او بېرته راستنېدونکوچارو ریاست چوکاټ کې د ۱۸میلیونه افغانیو په لګښت د هر اړخیزه خدمتونو د چمتوکولو ټولنیز مرکز جوړ کړی دی. هغه زیاته کړه چې یاد مرکز به د کډوالو ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي چې په‌کې به نابینایانو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

بلخ کې راستنو شویو ته په ۴۴ میلیونه افغانۍ ۱۲۵ کورونه جوړېږي

د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولان وايي، د هغو ۱۲۵ کورنيو لپاره چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستانه دغه ولايت ته راستنې شوې، د ۱۲۵ کورونو د جوړولو چارې پيل شوي دي.

د مسوولانو په وينا، د دغو كورونو پر جوړولو څه باندې ۴۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې «یوان‌اچ‌سي‌ار» له‌خوا ورکول کېږي.

خوست کې په ۹۳زره ډالرو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په شاوخوا ۹۳زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د شمل‌خرم فرعي سينديزې حوزې مسوولان وايي، دغه کانال د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالي اړوند د «ارخېلو» په سيمه کې يې چارې پيل شوې.

میدان‌وردګ کې د «هېواد تولید، د هېواد ویاړ» په نوم نندارتون جوړ شو

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرکز میدان‌ښار کې د «هېوادتولید، د هېواد ویاړ» په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی.

جوړي شوي نندارتون کې د چارو ادارې ریسس، د سوداګرۍ وزارت مرستیال، محلي چارواکو او سوداګرو ګډون کړی.

د سوېلي‌افریقا پر وړاندې د لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل وېکټ‌ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، ننګیال خروټی، الله محمدغضنفر، بلال سمېع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

لوګر کې په شپږ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبورسولو شبکه جوړه شوه

د لوګر د کلیوپراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د بره‌کي برک ولسوالي په «مومند» کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې.

افغانستان کې جنګي‌جنایتونه؛ اسټرالیا له خپلو پوځيانو مډالونه بېرته اخلي

د اسټرالیا دفاع وزارت وايي چې افغانستان کې پر جنګي جرمنو تورنو يوشمېر لوړپوړو پوځي افسرانو څخه د خدمت‌کولو لپاره ورکړل شوي، عالي مډالونه بېرته اخلي.

دغه اعلان وروسته له هغه کېږي چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د پلټنو یوه راپور کې داسې شواهد موندل شوي چې اسټرالیايي ځواکونه پر جنایتونو تورن پېژندل شوي.