د حج او اوقاف وزارت یوه کال کې څه باندې ۳۰۰ فتواوې ورکړي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال دغه وزارت د بېلابېلو مسایلو اړوند څه باندې ۳۰۰ فتواوې صادر کړې دي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت مسوولانو نن سه‌شنبه، وږي ۲۰مه کابل د دې وزارت د تېر یوه کال د لاسته‌راوړنو تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د هلمندټرانسپورټ ریاست: موټرچلوونکي دې خپل موټر چپ‌لاس ته بدل کړي

د هلمند د ټرانسپورټ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې تر ۹۰سلنه موټر د افغانستان د ټرافیکي او ټرانسپورټي قوانینو خلاف چلول کېږي.

دوی دغه ولایت کې موټرچلونکو ته سپارښتنه کړې چې د یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې خپل موټر د افغانستان چپ لاسته واړوي.

د ملي دفاع وزارت ۱۱۴۵ پوځي وسایط ترمیم کړي

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت اړوند ورکشاپونو کې یې، سلګونه بېلابېل پوځي وسایط ترمیم کړې دي.

یاد وزارت نن سه‌شنبه، وږي ۲۰مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ځانګړو ځواکونو فرقې په ورکشاپ کې ۱۱۴۵ عرادې پوځي وسایط ترمیم او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.

سږکال د حج مراسمو کې ۲۷ افغان حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت مسوولان وايي چې سږکال د حج مراسمو کې ۲۷ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت د حج، عمرې او زیارت عمومي رییس عطاالله خادم وايي، د یادو ۲۷ افغان حاجیانو له ډلې، دوه یې، په ټرافیکي پېښو او پاتې یې، د ناروغۍ له امله مړه شوې دي.