د ځوانانو چارو معیین: ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول زمونږ لومړیتوب دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمد یونیس راشد وايي، ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول د دوی لومړیتوب دی.

نوموړي دغه څرګندونې د میدان‌وردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «روښانه راتلوونکې لپاره فرصتونه برابرول» په نوم جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د پکتیکا اوسېدونکي: د یاد ولایت تاریخي سیمو ساتنې ته هېڅ پام نه‌دی شوی

د پکتيکا یوشمېر اوسېدونکي او فرهنګ‌پالان شکایت کوي چې د دغه ولایت مرکز او ولسواليو کې د تاريخي ځايونو بيارغونې ته هېڅ پام نه‌دی شوی.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د مرکز ښرنې په ګډون ولسوالیو کې تاریخي کلاګانې او زیارتونه د بارانو او وارو له امله زیانمن شوي چې باید د بیارغونې لپاره یې کار وشي.

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون  جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول. د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم جوړ شوي نندارتون پرمهال سلام‌وطندار ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.