پکتيا کې د «افغان توليد» په نوم د صنعتي توکو درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو

د پکتيا ولایت صنعت او سودا ګرۍ رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «افغان تولید» په نوم د لاسي او صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون نن «سه‌شنبه، وږي، شپږمه» په مرکز ګردېز ښار کې پیل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

کندهار او پکتیا کې د «چرس او کوکنارو» کښتونه له‌منځه وړل شوي

د پکتیا او کندهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایتونو کې پر سلګونه جریبه ځمکو کرل شوي چرس او کوکنار له‌منځه وړل شوې دي.

د کندهار د امنیې قومنداني مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو او حوزو کې ۱۹۹ جریبه ځمکه باندې کرل شوي تریاک او چرس له‌منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت: امریکا د افغانانو د شتمنیو د ډالۍ حق نه‌لري

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت مسوولان وايي چې اوزبکستان کې د افغانستا چورلکو په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه‌‌ده او امریکا د افغانانو د شتمنیو د ډالۍ حق نه‌لري. یاد وزارت له اوزبکستان غوښتنه کړې چې افغانستان ته د چورلکو او الوتکو د بېرته لېږد برخه کې همکاري وکړي.

د نیوزیلنډ او افغانستان ټسټ‌لوبه؛ ۲۰ لوبغاړي سبا هند ته ځي

د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د «یوازینۍ ټسټ» لوبې د تمریناتي کمپ لپاره د شلو لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ چې سبا چهارشنبه، وږي اوومه به د هند پر لوري وخوځېږي.

په اعلان شوي نوملړ کې یو‌شمېر هغه لوبغاړي هم لیدل کېږي چې د سږکال د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو کې یې، ښه لوبې وکړې.

کورنیوچارو وزارت: تېرکال ۳۴ انسان‌تښتوونکي وژل شوي او ۷۶ نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې تېرکال د هېواد په کچه د انسان‌تښتونکو پر وړاندې ۲۵۰ عملیاتونه شوي چې پرمهال یې، ۳۴ انسان‌تښتونکي وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان شوې دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، وږي شپږمه کابل کې د یاد وزارت د یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

مجاهد: د امربالمعروف پر قانون نیوکه ګستاخي او د ایمان د زوال خطر لري

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د امربالمعروف نوي قانون په اړه نړیوالو غبرګونونو ته په ځواب کې وايي چې پر دې قانون نیوکه ګستاخي او د ایمان د زوال خطر لري.

ذب.ېح‌الله م.جاهد نن سه‌شنبه، وږي شپږمه، پر خپله اېکس‌پاڼه یوې خبرپاڼه کې ویلي، که «غیرمسلم» د یادو قوانینو په تړاو اندېښنې لري، لومړی باید پر اسلامي قوانینو ځان‌ پوه او د ارزښتونو درناوی دې وکړي.

د یوناما د مشرې او هلمند مرستیال والي لیدنه؛ اوتونبایووا د همکارۍ ډاډ ورکړ

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ «یوناما» مشرې روزا اوتونبایووا هلمند ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت د والي مرستیال او نورو چارواکو سره لیدلي دي.

اوتونبایووا په دې لیدنه کې ویلي، یوناما هڅه کوي، څو سرپرست حکومت سره په همغږۍ نړیوالې ټولنې سره د تعامل او پرمختګونو پر وړاندې شته ستونزې او ننګونې هوارې کړي.