ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه؛ د جلال‌اباد اوسېدونکي: ښار دې پراخ شي

د ننګرهار د جلال‌اباد ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وایي چې ښار کې د ګڼې‌ګوڼې له امله ډېری وخت خپلو کارونو ته پر وخت نه‌شي رسېدلی او له حکومت غواړي چې د ښار پراخېدو ته پاملرنه وکړي. د دوی په وینا، ښاروالي او اړوند ادارې دې د ښار او سړکونو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او واټونه، سړکونه او د پلي تګ لارې دې په معیاري توګه ورغول شي.

بامیان کې ۲۰زره ټُنه جست پر څه باندې اووه میلیونه ډالر وپلورل شول

د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیان د یکاولنګ ولسوالي د «ګنده کوتل» سیمې د ۲۰زره ټُنه جستو تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړ.

دغه تړون چې ارزښت یې اووه میلیونه او ۸۰۰زره ډالرو ته رسېږي، نن چهارشنبه، غبرګولي نهمه کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د یاد شرکت د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

میدان‌وردګ کې د خلکو په شخصي لګښت په ۵میلیونه افغانۍ د اوبوبند جوړېږي

د دغه بند جوړېدو پيل مراسمو ته د بند تخنیکي مسوول عصمت‌الله نثار وویل، دغه بند د ولسي خلکو له لوري د سېندیزې حوزې ریاست سره په همغږي د پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي.

نن د مې ۲۹مه د «پښتو ژبې نړیواله ورځ» ده

نن د مې میاشتې ۲۹مه، غبرګولي نهمه د «پښتو ژبې نړیواله ورځ» ده. د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هر کال د مې میاشتې ۲۹مه «غبرګولي نهمه» د پښتو ژبې نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

ګڼ‌شمېر فرهنګ‌پالو او پښتنو پر ټولنیزو رسنیو د «پښتو ژبې نړیوالې ورځې» مبارکي لیکلي او د یادې ژبې د ودې او پراختیا غوښتنه یې کړې ده.

پر رفح ښار د اسراییلو برید کې ۲۱ ملکیان وژل شوي

د غزې د رفح ښار په لوېدیځ کې پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د ۱۳ ښځو او نجونو په ګډون ۲۱ ملکي کسان وژل شوي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو پر رفح ښار پراخ بریدونه کړي او د یاد هېواد ځینو سیمو باندې یې ولکه خپله کړې.

شهباز شریف: پاکستان کې د مېشت چینایانو امنیت به نیسوو

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي چې دغه هېواد کې د مېشت چینايي وګړو امنیت به په بشپړه توګه نیسي او په وینا یې، په دې تړاو یې یو پلان هم چمتو کړی دی.

شهباز شریف دغه څرګندونې سه‌شنبه، مې ۲۸مه پاکستان کې د چین پانګونې او د چینايي وګړو د امنیت اړوند په جوړې شوې یوې غونډه کې کړې دي.