یو‌شمېر افغان ځوانان: انټرنټ او ټکنالوژۍ ته لږ لاسرسی ‌لرو

که څه هم ۲۱مه پېړۍ د ټکنالوژۍ او نوښتونو پېر بلل کېږي، خو یو‌شمېر افغان ځوانان د بېلابېلو لاملونو له امله د ټکنالوژۍ له نړۍ لرې پاتې شوې دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې د هېواد له ۳۴ ځوانانو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، ډېری دغه ځوانان ټکنالوژۍ او انټرنټ ته ډېر لږ لاسرسی ‌لري.

لوګر کې ۲۲ مزايل او ۱۰۰ ثانیه سوز نيول شوي

د ۲۰۳منصوري قولي اردو اړوند څلورمې پلې لېوا چارواکي وايي، کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په محمداغې ولسوالي کې ۲۲ مزايل مرمۍ نيولي دي.

د څلورمې پلې لېوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند سلام‌وطندار ته وويل، کشفي او استخباراتي ځواکونو بېګاه شپه د محمداغې ولسوالي په «سرخ‌اب» سیمه کې لرې واټن ویشتونکي ۲۲ مزايل مرمۍ او سل متره ثانيه سوز نيولي دي.

ای‌پي‌اېل کې نن لکناو له ممبی سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د دغه لیګ په ۶۷مه لوبه کې ممبی انډیینز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن جمعه، مې ۱۷مه، ۰۶:۳۰ بجې د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

غلام‌خان بندر کې په ۲۱میلیونه افغانۍ کمېسارۍ ته ودانۍ جوړه شوه

د خوست د غلام‌خان بندر کې د کمېسارۍ لپاره د ۲۱میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوې.

د یاد ولايت مسوولان وايي «پنج‌شنبه، غويي۲۷» غلام‌خان بندر کې يې کمېسارۍ لپاره دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړه چې په عصري او مجهز ډول رغول شوې.

دایکندي ۱۰۵ زده‌کوونکې او ښوونکې مسمومې شوي

د دایکندي محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي کې ۱۰۵زده‌کوونکې او یوشمېر ښوونکې مسمومې شوې دي.

دغه نجونې د ګېتي ولسوالي د تمران سیمې په «دشت‌نخود» ښوونځي کې « پنج‌شنبه، غويي ۲۸مه» مسمومې شوې دي.

د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته؛ ډنډپټان کې پنځه ملکیان وژل شوي

یوې حکومتي سرچیڼې سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه «جمعه، غويي۲۷مه» ډنډپټان ولسوالي کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستان ملېشو ترمنځ يو ځل بيا سخته جګړه شوې.

د سرچینې په وینا، جګړه د شپې شاوخوا يوه بجه رامنځته شوې چې پنځه ساعته يې دوام کړی دی.