افغانستان کې راوتلي خونړي سېلابونه؛ سېلاب‌ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي

په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د پرونیو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي او د دې مرګ‌ژوبلې تر ټولو ډېره برخه په بغلان کې ولایت کې اوښتې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بغلان کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه او له زرو ډېر استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

افغانستان او پاکستان به پر ترجیحي سوداګري هوکړه وکړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ یوې اقتصادي غونډې ته ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د «ترجیحي» سوداګري په اړه خبرو ته چمتو دی او په دې اړه خبرې‌اترې هم روانې دي.
له دې سره هم‌مهاله د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولان وايي، له خبرواترو او د څو دوه‌اړخیزو مواردو له حل وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ ترجیحي سوداګري پیل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام: سېلابونو په بغلان کې د ۳۰۰ کسانو ژوند اخیستی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په بغلان کې د راوتلو سېلابونو له کبله څه باندې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. بله‌خوا په بغلان کې محلي سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي چې سېلابونو یوازې د دغه ولایت په برکه او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۲۵۰ کسانو ژوند اخیستی دی.

د سلام‌وطندار موندنې؛ ډېری ځوانان د جمهوریت له چپه‌ کېدو وروسته وزګاره شوي

په کابل کې له ۳۰ وزګاره ځوانانو سره د سلام‌وطندار مرکې ښيي چې له نیمايي ډېر هغه یې د جمهوریت له چپه کېدو وروسته وزګاره شوي دي. په دغه راپور کې له یوولسو ښځو او نولسو نارینه‌وو سره مرکې شوي او اتلس هغو یې ویلي چې د سرپرس حکومت له راتګ وروسته یې دندې له لاسه ورکړې دي.

په تخار کې سېلابونو د ۲۰ کسانو ژوند اخیستی او ۱۵ نور ورک دي

د تخار محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې راغلیو سېلابونو لسګونه سیمې ویجاړې کړي چې له کبله یې شل کسانو ژوند بایللی او پنځلس نور هم ورک شوي دي.
د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس احمدسیر ساجد وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له کبله لږترلږه شل کسان مړه شوي دي.

م.جاهد: د طبیعي پېښو د زیانمنو لاسنیوي لپاره شته امکانات کاروو

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د پرونیو سېلابونو له زیانمنو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې ا.ا به خپل ټول امکانات د یادو زیانمنو د لاسنیوي لپاره وکاروي. هغه له افغانانو هم غوښتي چې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې لپاره لاسونه را بډ وهي.

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع په دغه سازمان کې د فلسطین غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه

د ملګرو ملتونو عمومي مجمع د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره په دغه سازمان کې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین بشپړ غړیتوب ته مثبته رایه ورکړه.
دغه سازمان په خپل پرېکړه‌لیک کې لیکي چې فلسطین د ملګرو ملتونو سازمان د غړیتوب وړتیا لري او له امنیت شورا یې غوښتي چې د فلسطین غوښتنه بیا هم وارزوي.