مجاهد: د چین ولسمشر له‌خوا د بلال کریمي باورلیک منل، ډيپلوماټیکه لاسته‌راوړنه ده

د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله مجاهد د چین د ولسمشر له لوري د دغه هېواد لپاره د افغانستان سفیر بلال کریمي د باور‌لیک منل، یوه مهمه لاسته‌راوړنه بللې. هغه سلام‌وطندار ته وویل، د چین په څېر هېواد له‌خوا د افغان سفیر د باورلیک منل، د دې ښکارندوینه کوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي حالت ته ګرځېدلې او دا به د پرمختګونو لامل شي.

بهر کې د افغان‌بندیانو د ازادولو هڅې؛ ا.ا یې په اړه هېوادو سره غږېږي

د سرپرست حکومت د کابینې په ۱۵مه ناسته کې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د خوشې‌کولو په اړه د یادو هېوادونو له حکومتونو سره پر خبرو ټينګار شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل ډاډ ورکوي چې بهر کې د ټولو افغانانو ستونزو ته به پاملرنه کېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت کندهار پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام پیلوي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي چې د کندهار پوهنتونو کې به ډېر ژر د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام پیل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې «سه‌شنبه، سلواغې لسمه» د کندهار پوهنتون کې د رغنیزو پروژو د چارو پیل په اړه جوړو شویو مراسمو ته وکړې.

د ټرانسپورټ وزارت له خصوصي سکټور سره د څه‌باندې ۲میلیارډ افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن «چهارشنبه، سلواغې ۱۱مه» کابل کې له خصوصي سکټور سره د څه باندې دوه میلیارډ افغانیو په ارزښت د درېوو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل. همداراز د کابل هوايي ډګر د انتظارخونې او پارکېنګ لپاره هم ۳۵۰میلیونه افغانیو د پانګونې قرارداد هم لاسلیک شوی دی.