پر اوکراین د روسیې توغندیز بریدونه؛ ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي
د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې «جمعه، ډسمبر ۲۹مه» د یاد هېواد په جګړه کې تر ټولو لوی توغندیز برید کړی چې له کبله یې ۱۲ملکیان وژل شوې دي.
د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې «جمعه، ډسمبر ۲۹مه» د یاد هېواد په جګړه کې تر ټولو لوی توغندیز برید کړی چې له کبله یې ۱۲ملکیان وژل شوې دي.
د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د یوشمېر ولسوالیو په شپږو ښوونځیو کې د ۴۸.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو شپږ شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
د اسراییلي ځواکونو له لوري په رفاع ښار کې یوه روغتون ته نږدې پر یوې ودانۍ د برید له کبله ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د ازبکستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د یاد هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف «چهارشنبه، ډسمبر ۲۷مه» د لمریزې برښنا پنځو او د بادي برښنا تولید یوې دستګاه د فعالېدو په اړه جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی. د یادونې وړ ده چې د یادو دستګاو د تولید کچه ۲۴۰۰ مېګاواټه برښنا ته رسېږي.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن «جمعه، مرغومې اتمه» د عربيمتحده اماراتو په کوربهتوب د یاد هېواد کرېکټ ملي لوبډلې سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د عربيمتحده اماراتو په کوربهتوب د شارجې کرېکټ ملي لوبغالي کې پیل شي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون