د شمال او سوېلي ولايتونو د نښلوونکي سړک د قیراچونې چارې پیل شوې

د هېواد د شمالي او سوېلي ولایتونو نښلوونکی سړک چې ۲۰۹ کیلومټره اوږدوالی لري، د قیراچونې چارې یې نن یکشنبه د لړم ۲۸مه پیل شوې.

دغه سړک چې د جوړېدو پر چارو یې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي د هېواد سوېلي ولایتونه له شمال سره نښلوي. په لومړي پړاو کې به دغه سړک د کندهار ارغنداب ولسوالي څخه پیل او د روزګان مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالي به سره ونښلوي.

پروان، کاپیسا او پنجشېر کې د «بیزو چیچک» ناروغي خپرېدو خلک اندېښمن کړي

د پروان، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو یو‌شمېر اوسېدونکي چې ماشومان یې د «بیزو چیچکې» پر ناروغیو اخته شوي، سلام‌وطندار ته وايي، دې وروستیو کې دغه ناروغي یې سیمو کې زیاته شوې چې دوی یې اندېښمن کړې دي.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې په یادو ولایتونو کې د دې ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

زېلنسکي پر روسي وګړو او بنسټونو بندیزونه ولګول

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زېلنسکي د روسیې په ۳۷ ډلو او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او پوهنې وزیر په ګډون پر ۱۰۸ کسانو بندیزونه لګولې دي.

زېلنسکي ویلي چې پر یادو ډلو او کسانو یې د بندیزونو لګولو موخه د جګړې پر مهال د اوکرایني ماشومان برمته کولو او د روسیې نورو ترورونو سره مبارزه کول دي.

فلسطین کې پر ښوونځیو بریدونه؛ سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د فلسطین روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلی ځواکونو له لوري پر دوو ښوونځیو د هوايي بریدونو له امله سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي.

برید کې یو ښوونځي د جبالیا کډوالو کمپ کې په نښه شوی او دویم ښوونځی بیا د غزې شمال کې تر برید لاندې راغلی دی.

هند او اسټرالیا نن د نړیوال جام پای‌لوبه کوي

د هند په کوربه‌توب د پیل شوي یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام پای‌لوبه نن کېږي چې کوربه هند به د اسټرالیا پر وړاندې ولوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن یکشنبه د نومبر ۱۹مه د هند د احمداباد «نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.