د روغتیايي تجهیزاتو له کمښت د بدخشان د بهارک ولسوالي د اوسېدونکو شکایت

 بدخشان بهارک ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي د دغه ولسوالي دولتي روغتون کې د روغتیايي تجهیزاتو او مسلکي پرسونل له کمښت څخه شکایت کوي.

د بهارک ولسوالي یوې اوسېدونکې سحر سلام‌وطندار ته وویل چې د یادې ولسوالي ناروغان او ناروغ لرونکي د روغتیايي خدمتونو برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هېواد کې د بانکونو پېرودونکي: بانکونو کې مو پیسې برمته نیول شوي

په هېواد کې د یو‌شمېر خصوصي بانکونو پېرودونکي وايي چې له خپلو بانکي حسابونو په اوونۍ کې یوازې یو یا دوه ځله تر ۱۰۰ ډالرو پورې رااېستلی شي او اړوند بانکونه له دې زیاتې پیسې نه ورکوي. د میوند خصوصي بانک یوه پېرودونکي ممتاز سلام‌وطندار ته وویل چې اوونۍ کې یو یا دوه ځله له خپل بانکي حساب څخه تر ۱۰۰ ډالره رااېستلی شي.

کاناډا کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۵ کسان مړه شوي

د کاناډا د منیټوبا په پرېري ولایت کې پرون پنج‌شنبه د جون ۱۵مه د یوه بس او ټېلر موټرو د ټکر له امله امله ۱۵ کسان مړه شوي دي.

د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، یاد بس موټر کې ۲۵ کسان سپاره وو چې د ټکر له کبله ۱۵ مړه او لس نور یې ټپیان شوي دي. د راپورونو پر بنسټ، بس موټر کې سپاره کسان تر ډېره عمرلرونکي کسان وو.

مجبوریت او بې‌وزلي؛ کابل کې د لاسي‌توکو پلورونکې: اوبه پلورم، خو څوک یې نه‌اخلي

د کابل پر سړکونو د لاسي‌توکو یوشمېر ښځینه پلورونکې وايي، د وزګارتیا، بې‌وزلي ډېرېدو او سرپرست نه‌لرلو له امله اړ شوي چې په لارو او کوڅو کې لاسي‌توکي وپلوري. معصومه چې د کابل په یوه څنډه کې ماسک پلوري، سلام‌وطندار ته وايي، د کارموندلو لپاره یې د کابل ښاروالي ترڅنګ د بېلابېلو دفترونو ور ورټکولی، خو په وینا یې، چا یې غږ نه دی اورېدلی.