د جوزجان محلي مسوولان وايي چې په مرکز شبرغان ښار کې به دوه سوه زره مېوهلرونکي او غیرمېوهلرونکي نیالګي کېنوي.
د شبرغان ښاروال حبیبالله قانع د نیالګیو کېنولو د کمپاین پرانېستې پرمهال وویل چې د ښار بېلابېلو سیمو کې به د زرغونتیا په موخه دغه نیالګي کېنول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د جوزجان والي ګلحیدر شفق بیا وویل: «د ټولنې هر وګړی باید د یوه نیالګي په کېښنولو سره د زرغونتیا او چاپېریال ساتنې په موخه یو نیالګی کېنوي.»
د نوموړي په وینا، دغه نیالګي د ښاروالي ریاست او چاپېریال ساتنې ریاست ترڅنګ د نورو دولتي ادارو په همکاري برابر شوي دي.
د جوزجان د چاپېریال ساتنې ریاست د اطاعاتو او عامه پوهاوي مدیر سیدمحمد عارف یاردم بیا وايي، د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا او د اقلیمي بدلون اغېزو کمښت په موخه به مرکز او ولسوالیو کې نیالګي کېنوي.
په همدې حال کې د جوزجان اوسېدونکو د مسوولانو له دې ګام هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د نیالګیو کېنولو بهیر ته هر کال دوام ورکړي.
د جوزجان سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کب میاشتو په لومړیو او پسرلي پرمهال میلیونونه مېوهلرونکي او غیرمېوه لرونکي نیالګي کېنول کېږي.