د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د عواید چارو تنظیم مر عبدالبصیر شاهد پلعلم کې خبریالانو ته وویل، یاد عواید د لوګر له مرکز او شپږو ولسوالیو څخه راټول شوې دي.
د نوموړي په وینا، راټول شوي عواید د عشر او زکات، ځمکو د اجارې او ځینو نورو برخو څخه ترلاسه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شاهد زیاته کړه، یاد عواید په ډېر شفافیت ترلاسه شوي او د حکومت خزانې ته يې سپارلې دي..
بلخوا د لوګر یوه اوسېدونکي حمیدالله سلاموطندار ته وویل، د دغه ولایت بزګرانو اقتصادي وضعیت تر پخوا خرابه شوی او اړتیا ده چې د لاسنیوي په موخه راتلونکي لمریز کال کې له بزګرانو حشر وانخلي.