د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوهنیم میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه جومات او مدرسې د جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د مرکز اړوند مټه چینه سيمه کې د نورالقران مدرسې او یو جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد جومات او مدرسې ودانۍ د ترکیې د IDDEF خيريه بنسټ په مالي همکاري جوړېږي.
خبرپاڼه کې د ترکیې اړوند د IDDEF خيريه بنسټ يو مسوول عبدالحمید له قوله ويل شوي ياده مدرسه او جومات د دوهنیم میلیونه ډالرو په لګښت په لس جریبه ځمکه کې په عصري او معیاري توګه جوړېږي.
دغه مدرسه د «۷۰۰» شاګردانو لپاره رغول کېږي چې یو پخلنځی او مسجد چې په یو وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځکوونکو ظرفیت لري، شامل دي.
ترکیې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې خلکو ته د اسانتیاوو لپاره عامالمنفعه پروژې پلې کړې دي.