د هلمند محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ښځو ۱۸ پارسله ښځینه وېښتان چې له هېواده بهر لېږدول کېدل، نیولي دي.
دغه وېښتان د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند لومړۍ حوزه کې نیول شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض سلاموطندار ته وايي، د وېښتیانو قاچاق په تور د موټر خاوند، موټرچلوونکی او دوه نور کسان هم نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، نیول شوي کسان تر پوښتنو او څېړنو لاندې دي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې وسپارلي.
د هلمند د والي ویاند همداراز وویل چې یادو کسانو دغه وېښتان له هرات څخه هلمند ته راوړي وو او له دغه ولایت یې له هېواده بهر لېږدول.
د یادونې ده چې هلمند کي دې ته ورته موضوعاتو په تړاو تر دې وړاندې نور کسان هم نیول شوي او شرعي محکمې ته سپارل سوي دي.
.