Asset 1SWN

سلام وطندار

کولمبیا کې د بریدونو پرمهال ۱۸ کسان وژل شوي

کولمبیا برید

کولمبیا کې د دوو بریدونو پرمهال لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او له ۴۰ ډېر ټپیان دي.

رویټرز اژانس نن (جمعه، اسد ۳۱) راپور ورکړی چې د لومړي برید پرمهال د کولمبیا په درېیم ډېر نفوس لرونکي ښار کالي کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړل شوه.

راپور کې ویل شوي چې دغه برید د هوایي ځواک یوې اډې ته نږدې شوی او شپږ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راپور کې ویل شوي چې د دویم برید پرمهال د کولمبیا د پوځ یوه بلیک هاک UH-60 چورلکه چې عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، ویشتل شوې او له امله یې ۱۲ امنیتي کسان وژل شوي.

د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ویلي، دغه بریدونه د پخواني انقلابي وسله‌والو ځواکونو «فارک» ډلې له لوري ترسره شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام