Asset 1SWN

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶کلنه دښمنۍ هواره شوه

لوګر- چوک

د لوګر د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمنۍ هواره شوې ده.

د دغه ولایت د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست ویاند مولوي اکرام‌الله عزیز سلام‌وطندار ته وویل: «دغه دوښمني شاوخوا ۱۶ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د یو شمېر ستونزو له امله رامنځته شوې وه، چې د یوه کس د قتل ترڅنګ دواړه کورنیو خپلې واده کړې لوڼې دغه موده کې په خپلو کورنو کې کېنولې وې، چې د دوی په هلو ځلو دوښمني په دوستۍ بدله شوه او دغه ښځې خپلو کورنیو سره بېرته یو ځای شوې.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه همدارنګه زیاته کړه، دغه دښمنۍ په مرکز پل علم کې د ستانکزیو قوم اړوند د دوه کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې یوه او بل ته یې بښنه وکړه او شته دښمنۍ یې په دوستۍ بدله شوه.

عزیز همدارنګه زیاته کړه، د امرباالمعرف او نهې عن‌المنکر ریاست کارکوونکو له لوري په محمداغې ولسوالۍ کې هم د ښځو ۱۱ شکایتونو ته رسیده ګي شوې ده.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر  د امربالمعرف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو او قومونو او قبایلو چارو ریاستونو له لوري ورته لسګونه لوې او وړې دوښمنۍ هوارې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام