Asset 1SWN

د لوګر لرو پرتو سیمو کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړیږي

مخابراتي سایټونه

د لوګر چارواکي وایي، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت په لارښوونه د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو لرې پرتو سیمو کې د بېلابېلو مخابراتي شبکو ۱۶ نوي سایټونه جوړیږي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي نن (چهارشنبه، سرطان ۱۸) سلام‌وطندار ته وویل، دغه سایټونه هغو سیمو کې جوړیږي چې اوسیدونکي یې دامهال له مخابراتي او انټرنیټي خدماتو بې‌برخې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، د یادو سایټونو د عملي جوړېدو په موخه سروې شوې او د مخابراتو ریاست په همغږۍ به یاد سایټونه جوړ او پرانېستل شي.

د والي ویاند له مخابراتي کمپينو وغوښتل چې ولس ته د ټېلفون او انټرنېټ په برخه کې معیاري خدمات وړاندې کړي.

د لوګر اوسیدونکې هم خوښ دي چې د مخابراتو وزارت له لوري له مخابراتي او انټرنېټې خدماتو بې‌برخو سیمو کې نوي سایټونه جوړیږي، خو ټینګار کوي چې مخابراتي کمپنۍ دې معیاري خدمات وړاندې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام