Asset 1SWN

د لغمان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي څخه ۱۵۰ زده‌کړیالان فارغ شول

۱۲۲۱۲۲

د لغمان پوهنتون د بشري علومو له څلور پوهنځیو څخه فارغ شويو۱۵۰ زده‌کړیالانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دغه زده‌کړیالان له «پښتو ادبیات، ژورنالېزم، کتابدارۍ او معلوماتي ساینس او انګلیسي ادبیاتو» څخه فارغ شول.

یادو زده‌کړیالانو ته پرون شنبه، غبرګولي ۱۹مه په لغمان پوهنتون کې د فراغت‌‌غونډه جوړه شوې وه چې د چارواکو سربېره، ګڼ‌شمېر کسانو په‌کې ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې غونډه کې د لغمان پوهنتون رییس پوهنمل محب‌الله هدایت وویل چې د یاد پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي له بېلابېلو څانګو څخه ۱۵۰‌زدکړیالان فارغ شول.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې ټولنه له مختلفو قشرونو څخه جوړه شوې او بېلابېلو علومو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، په دې برخه کې لغمان پوهنتون له مختلفو پوهنځیو څخه ټولنې ته فارغان وړاندې کړل.

نوموړي همدارنګه په  لغمان پوهنتون کې د ژونالیزم څانګې لپاره لپاره د جوړې شوې راډیو د فعالیدو او د غونډو د یوه تالار د جوړېدو خبره هم وکړه.

نوموړي وویل: «د لغمان پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ژورنالیزم څانګې راډیو فعاله شوه. دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی، تر دې وروسته به زموږ زدکړیالان د نظري زدکړو ترڅنګ عملي زده‌کړې هم کوي، یوازې تشکیلاتي ستونزې شته چې تر حل وروسته به نشرات هم پیل شي.»

د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي رییس پوهنمل سردارولي اسرار د فارغو زدکړیالانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې له ټولو څانګو فارغو شویو زده‌کړیالانو ته یې په مسلکي ډول روزنه ورکړې او ډاډه دی چې ټولنې ته به په د خدمت جوګه شي.

نوموړي وویل: «موږ دلته خپل محصلین په مسلکي ډول روزلي، زه ډاډ درکوم چې دوی به په مسلکي ډول خپل هېواد ته خدمت کوي. زده‌کړیالانو ته وایم چې پر دغو زده‌کړو بسنه مه کوئ، مخکې لاړ شئ او نورې زده‌کړې هم وکړئ، دا هېواد تاسې ته ضرورت لري.»

د فارغو زده‌کړیالانو په استازیتوب د ژورنالېزم څانګې فارغ عادل ذهین شینواري د پوهنتون له رهبرۍ او د پوهنځي له ټولو استادانو مننه وکړه چې دوی یې په څلور کلنه دوره کې په مسلکي ډول وروزل؛ خو نوموړي  وویل چې له فراغت وروسته د دندې پیدا‌کېدو ته اندېښمن دي.

هغه له مسوولانو وغوښتل چې نویو فارغو شویو زده‌کړیالانو ته دې د دندو په پیدا کولو کې دوی ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي وویل: «موږ ژمنه کوو چې خپلې ټولنې ته په سم ډول خدمت وکړو، له استادانو او کورنیو مننه چې موږ سره یې هر ډول سختې وزغملې، د لوړو زده‌کړو له وزارت څخه غوښتنه کوو چې په ژورنالیزم پوهنځي کې شته راډیو فعاله کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لغمان پوهنتون د شپږ پوهنځیو او نولس دیپارتمنتونو په درلودلو سره، دا مهال په‌کې ګڼ‌شمېر زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام