د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د تېرکال په پرتله سږکال د چهارمغز حاصلات په دغه ولایت کې ۱۵سلنه زیات شوي دي.
د یاد ریاست رییس فضلالله دیوبندي، سلاموطندار ته وویل، سږکال د چهارمغز حاصلات ۲۳۰ متریک ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې تېرکال ۲۰۰ متریک ټنه راټول شوي وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې دامهال د پنجشېر پر ۲۲۱ هکتاره ځمکه د چهارمغز باغونه زرغون دي. د ده په وینا، مناسب اقلیم، د باغونو پراختیا، پر وخت بارانونه او له باغدارانو ملاتړ هغه عوامل دي چې د چهارمغز په حاصلاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.
خو له بلخوا، د پنجشېر باغداران شکایت لري چې د خپلو کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د چهارمغز لپاره مناسب بازار نهلري.