Asset 1SWN

هند کې د ځمک‌ښوویېدنې له امله ۱۵ کسان مړه شوي

AP25281202800960-1759902205

په هند کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په اړوند هېماچل پردېش ایالت کې د ځمکې‌ښوویېدو له امله لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ځمک‌ښوویېدنې پرمهال د مسافرو بس موټر تر خاورو او ډبرو لاندې شو.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، پېښه د بېلاسپور ولسوالي په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغه بس کې د پېښې پرمهال شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ مسافر سپاره وو. د وژل شویو کسانو په ډله کې نهه سړي، څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چارواکي زیاتوي چې د څو ورځو پرله‌پسې سختو بارانونو له امله د غرونو خاوره او ډبرې خوځېدلې وې او دا کار د ښوویېدو لامل شوی دی. د ژغورنې ډلې اوس هم د خاورو او ډبرو لاندې د نورو احتمالي قربانیانو د موندلو هڅه کوي.

د هیماچل پردېش چارواکو د خلکو نه غوښتنه کړې چې د ورښتونو پرمهال له سفر کولو ډډه وکړي، ځکه چې د سیمې زیاتره سړکونه د ښوویېدنې له امله د تګ راتګ لپاره خوندي نه‌دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام