د پیرو هېواد سویل ته «مي-۱۷» ډوله پوځي چورلکه غورځېدلې او په کې سپاره ټول ۱۵ کسان وژل شوي.
د راپورونو پر بنسټ، چورلکه د «آرکیپا» سیمه کې نسکوره شوې.
د پیرو هوايي ځواک په خبرپاڼه کې راغلي چې د ژغورنې ډلو د چورلکې د څلورو عملې او ۱۱ مسافرو مړینه تأیید کړې چې په الوتکه کې سپاره وو.
د پېښې د لامل مشخصولو لپاره څېړنې پیل شوي دي.