Asset 1SWN

د روسیې او اوکراین ترمنځ ۱۴۶ سرتېري تبادله شوي

76d75124d51441ce9cfd522b98381f68

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو تازه تبادله شوې ده.

 د راپور له مخې، دواړو لوریو د ۱۴۶  پوځیان تبادله کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د اګست په ۲۴ مه نېټه، د روسیې ۱۴۶ سرتېري د اوکراین له ولکې څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.” وزارت زیاتوي چې آزاد شوي پوځیان به ژر تر ژره د طبي معایناتو او درملنې لپاره پوځي روغتونونو ته ولېږدول شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌‌خوا، اوکرایني چارواکو هم د خپلو ۱۴۶ بندیانو د خوشې‌کېدو تایید کړی دی. دا تبادله د روان کال په ترڅ کې د بندیانو د تبادلو د څو لړیو یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان بېرته خپلو کورنیو ته ورګرځېدلي دي.

د بندیانو دغه تبادله د جګړې د سختو حالاتو تر سیوري لاندې کېږي، خو د څارونکو په باور، دا ډول ګامونه ښيي چې دواړه لوري لږترلږه د انساني مسایلو په برخه کې د خبرو ته تیاری لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام