خوست کې چارواکي وايي چې د خوست ښار اړوند سیمه کې د هټیوالو له لوري د تلو د وزن کموالي له امله ۱۳ هټۍ تړل شوي دي.
د خوست ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون مسوولانو لهخوا، د دوکانونو د څار او ارزونې په لړ کې، د خوست ښار تڼيو لين ته څېرمه سیمه کې د خوراکي توکو ۱۳ دوکانونه د وزن د کموالي او د نرخونو د لوړوالي له امله تړل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپانه کې زياته شوې چې د یاد کمېسیون مسوولان ټینګار کوي چې د دوی څار او تعقیب به په دوامداره توګه وي او دغهراز له ټولو دوکاندارانو يې غوښتنه کړې چې د نرخونو په ټاکنه، وزن او کیفیت کې انصاف مراعت کړي، ګنې د سرغړونې په صورت کې به د قانوني چلند سره مخ شي.
د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د ياد کمېسیون لهخوا خوست ښار کې ٨ بابه د خوراکي توکو دوکانونه تړل شوي وو.