Asset 1SWN

هېواد کې هره ورځ ۱۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي

IMG_9468-scaled

د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې هېواد کې د پاسپورټ وېش بهیر روان دی او دا مهال هره ورځ ۱۲زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

د یاد ریاست ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته وايي، ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو شمېر کم شوی او په وینا یې، مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه نن چهارشنبه، زمري ۳۱مه سلام‌وطندار ته وویل: «هره ورځ هېواد کې ۱۲زره پاسپورټونه وېشل کېږي چې دا بهیر مرکز او ولایتونو کې په عادي توګه روان دی او کابل کې مرکزي سایټ لپاره نوم‌لیکنه د شنبې او درېوو نویو سایټو لپاره نوم‌لیکنه د سه‌شنبې پر ورځو خلاصه وي.»

د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دا مهال د کابل د پاسپورټ وېش په درېوو نویو جوړو شویو څانګو کې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، یوازې ۶۰۰۰ پاسپورټونه کابل او پاتې نور یې، ولایتونو کې وېشل کېږي.

بل‌خوا د پاسپورټ یو‌شمېر غوښتونکي بیا له دغه ریاست غواړي چې کابل او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش څانګې زیاتې کړي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د کابل اوسېدونکی داوود وايي چې له تېر یوه کال راهیسې یې، په انلاین بڼه د پاسپورټ اخیستلو لپاره نوم‌لیکنه کړې. «یوه میاشت مخکې راته نوبت راغی او اوس د احکام لپاره راغلی یم، له دولت مې غوښتنه دا ده چې څه وخت وړاندې یې، نوې څانګې پرانیستلې او اسانتیاوې رامنځته شوې خلکو ته، ولایتونو کې هم رامنځته کړي چې خلک له سرګردانۍ خلاص شي.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي ساپي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه ریاست دې نوې څانګې او اسانتیاوې رامنځته کړي. «اته میاشتې وړاندې مې نوم‌لیکنه کړې او یوه میاشت مخکې راته نوبت راغی. څانګې دې ډېرې کړي چې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي، ځکه خلک پاسپورټ اخلي او ګڼه‌ګوڼه ډېره ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاسپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، دغه بنسټ تېرکال څه باندې دوو میلیونه هېوادوالو ته پاسپورټونه وېشلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام