Asset 1SWN

سلام وطندار

امازون سیند کې ۱۲۰ ډولفینان د لوړې تودوخې له امله مړه شوي

000_Hkg4981301-min-1345x900

د برازیل د امازون سیند په یوې څنډه کې تېره اوونۍ شاوخوا ۱۲۰ ډولفېنان مړه موندل شوي دي. اوس کارپوهان وايي، ښايي دغه ډولفینان د وچکالۍ او تودوخې لوړې درجې له امله مړه شوي وي.

د برازیل د ساینس، ټکنالوژۍ او نوښت وزارت کې د مامېراوا انسټیټیو یوې څېړنیزې ډلې ویلي چې د دوشنبې پر ورځ یې «ټیفي» جهیل کې دوه نور مړه ډولفینان هم موندلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کارپوهان باوري دي چې د ډولفینو دغه مړینه اوبو کې د تودوخې لوړې درجې له امله رامنځته شوې چې په وینا یې، له تېرې اوونۍ راهیسې «ټیفي جهیل» کې د تودوخې درجه له ۳۹ سانټي ګراډ پورته شوې.

د الجزیزې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د برازیل رسنیو د زرګونه نورو کبانو د مړینې خبر هم ورکړی دی. د کال په دې وخت کې یاد جهیل کې د تودوخې لوړه درجه لس سانټي ګراډه وي.

د امازون سیند ډولفینان چې په زړه پوري ګلابي رنګ لري، د تازه اوبو ځانګړي ډولفینان دي چې یوازې په سوېلي امریکا په سیندونو کې پیدا کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نړۍ کې دغه ډولفینان د ګوتو په شمېر پاتې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام