د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت محمداغې ولسوالي زرغون ښار «دهمنکه» کلي کې د څښاک پاکو اوبورسولو یوه شبکه جوړه او ګټېاخېستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نائبخيل سلاموطندار ته وویل، دغه شبکه د دولس نیم میلونه افغانیو په مالي لګښت د تېر یوه کال په موده کې جوړه شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، «دغې شبکې ته یوه ۸۰ متره ژوره څاه کېندل، ۳۰ تختې سولرونه، د اوبو دوه لوې ذخېرې جوړول، کورنو ته ۲۱ زره متره پایپ غځول او همدارنګه ۳۶۱ د اوبو نلکۍ جوړې شوي دي.»
د ده په خبره، یادې شبکې له پرانېستې سره سم د محمداغې ولسوالۍ زرغون ښار دهمنکې کلي شاواخوا ۶۵۰ کورنیو په مستقیمه توګه له یادې شبکې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړ.
هېره دې نه وې چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) په مالي لګښت په مرکز پل علم، بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې پرانېستل شوې دي.