Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوربند له اعلان راهیسې غزه کې ۱۱۳ کسان وژل شوي

AA-20250117-36772468-36772466-ISRAELI_ATTACKS_ON_GAZA_CONTINUE-1737108370

غزه کې د اوربند له اعلان وروسته لاهم د اسراییلو بریدونه دوام لري او په تازه بریدونو کې څه باندې ۱۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وژل شویو کې ۲۷ ماشومان او ۳۱ ښځې شاملې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بریدونه د غزې شمال، لوېدیځ او نورو سیمو کې شوي دي. د اوربند له اعلان وروسته غزه کې تر دې مهاله ۱۱۳ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

غزه کې د ملکي دفاع اداره بیا وايي چې د اوربند له اعلان وروسته ۱۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶۴ نور ټپیان دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، ۸۷ کسان یوازې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله وژل شوي او پاتې نور خان‌یونس، رفح او نورو سیمو کې وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پر غزې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله ۴۶۷۸۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۰زره نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام