Asset 1SWN

سلام وطندار

د کندهار ۴۰۰۰ بستریز روغتون کې د ۱۱زره روږدو درملنه شوې

روږدو درملنه

کندهار کې د روږدو د درملنې ۴۰۰۰ بستریز روغتون کې تر ۱۱ زره زیاتو معتادینو درملنه شوې.

د کندهار د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر عصمت الله یعقوبي وایي، ارغستان ولسوالۍ کې د سویلي زون په کچه د نشه‌يي توکو د روږدو درملنې ۴۰۰۰ بستریز روغتون ته د تېرو څلورو کلونو پرمهال تر ۱۵ زره او ۷۰۰ ډېر روږدي لېږدول شوي.

هغه وویل، د دغو روږدو له جملې تر ۱۱ زره د زیاتو درملنه شوې او اوس هم شاوخوا ۲ زره نور تر درملنې لاندې دي.

د مسوولانو په خبره، دغه مرکز کې یوازې درملنه نه، بلکې دیني، حرفوي او مسلکي زده‌کړې هم ورکول کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مسوولان که څه هم د حرفوي زده‌کړو نوعیت په اړه جزیات نه ورکوي، خو ټینګار کوي چې تر دامهاله ۱۷۰۰ کسان له بېلابېلو مسلکي او دیني زده‌کړو فارغ شوي دي.

ځايي مسوولان زیاتوي چې سویلي ولایتونه چې پخوا په کې د کوکنارو پراخ کښت کېده او له امله یې زرګونه ځوانان په نشو روږدي شوي وو، اوس د کوکنارو کښت تر ډېره صفر ته رسېدلی.

هغوی وایي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د روږدو درملنه هم چټکه شوې او زرګونه کسان له نشې ژغورل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام