نن د فبرورۍ ۲۱مه، د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده.
دغه ورځ د ملګرو ملتونو عملي او فرهنګي سازمان یونسکو له لوري د ژبني او فرهنګي تنوع د ملاتړ په موخه د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او هر کال په ډېرو هېوادونو کې په بېلابېلو ځانګړو پروګرامونو سره نمانځل کېږي.
دې سره، د زدهکړې برخې یو شمېر کارپوهان وایي، مورنۍ ژبه له ټولنې سره د اړیکو د ټینګښت لومړنۍ وسیله ده او په همدې ژبه لومړنیو تعلیمي خدماتو ته لاسرسی کولی شي د ودې لاره لا اسانه کړي.
د زدهکړې د برخې کارپوه جاوید سلیماني وایي، د ژوند له لومړیو ورځو څخه د اړیکې ټینګولو او مفاهیمو د درک وړتیا د فرد د ودې مسیر په څرګند ډول اسانه کوي.
د هغه په وینا، مورنۍ ژبه نه یوازې د ماشوم د زدهکړې بنسټونه جوړوي، بلکې د هغه پر شخصي ودې او ټولنیزو بریاوو هم مهم اغېز لري.
«بېشکه مورنۍ ژبه د هر انسان لومړنۍ ژبه ده چې هغه یې په کور کې د یوه ښوونځي په توګه زده کوي. ماشوم خپلې لومړنۍ کیسې او زدهکړې د همدې ژبې پر بنسټ په خپلو لومړیو ورځو کې ترلاسه کوي. بېشکه مورنۍ ژبه د فردي او شخصيتي ودې په بهیر کې بنسټیز رول لري او د انسان په شخصي او ټولنیز ژوند کې د پام وړ پرمختګ زمینه برابروي.»
د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي وایي، مورنۍ ژبه د فرد د پوهاوي د کچې په لوړولو کې ټاکونکی رول لري او په مورنۍ ژبه د زدهکړې د زمینې برابرول د حکومت اساسي مسوولیت دی.
«هر انسان حق لري چې په خپلې مورنۍ ژبه زدهکړه وکړي، ځکه په همدې ژبه ښه زده کوي او پوهاوی یې لوړېږي. له هماغه لومړۍ ورځې چې ماشوم خبرې اوري، هغه ژبه وي چې مور یې ورسره خبرې کوي. دا د هر حکومت مسوولیت دی چې خپلو اتباعو ته په مورنۍ ژبه د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي. مورنۍ ژبه یو امتیاز دی.»
خو ځینې هېوادوال وایي چې هېواد کې ټولو مروجه ژبو ته کافي تعلیمي سرچینې نه دي برابرې شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
رحیمه نعیمي وایي، افغانستان کې ډېری تعلیمي او علمي سرچینې تر ډېره په دري او پښتو ژبو محدودې دي او ګڼې نورې ژبې لکه ترکمني او ازبکي یوازې د محاورې تر کچې پاتې شوي او په دغو ژبو علمي او درسي مواد نهدي تولید یا ژباړل شوي.
«دامهال ډېری منابع په دري ژبه دي، خو په نورو ژبو کې ډېرې لږې دي. افغانستان یوازې یو قوم نهلري، شاوخوا پنځلس یا تر دې ډېر قومونه شته او هر یو بېلابېلې ژبې لري، خو یوازې پښتو او دري نه دي، نورې ژبې هم شته. ښایي په هغو ژبو کې منابع ډېرې کمې وي یا هېڅ نه وي. هغه کسان چې ترکمني، ازبکي یا بله ژبه وایي، ژبې یې تر ډېره د خبرو تر کچې محدودې پاتې شوې دي.»
د علومو اکاډمۍ څېړونکی سیدنظیم سیدي هم د دې اندېښنې په تایید سره وایي:
«د افغانستان په تاریخ کې د ژبو د برابرې ودې او پیاوړتیا لپاره منظمې او دقیقې څېړنې او پاملرنه نهده شوې. هر حکومت د خپلو اقتصادي او سیاسي تګلارو پر بنسټ یوې ژبې ته زیاته او بلې ته کمه پاملرنه کړې او ځینو ژبو ته هېڅ پام نه دی شوی. حکومتونو د ژبني سیاست اړتیا ته هومره پاملرنه نه ده کړې او له همدې امله ژبې په افغانستان کې په مساوي ډول نه دي وده کړې.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران وایي، دامهال هېواد کې شاوخوا ۳۰ ژبې شتون لري او په وروستیو کلونو کې د محلي ژبو د پیاوړتیا او بډاینې لپاره هڅې زیاتې شوي.
د هغه په وینا، د رسمي ژبو ترڅنګ، د محلي ژبو د ودې او غنامندۍ لپاره هم کار شوی او په تېرو دوو یا درېیو کلونو کې د انشا، املا، الفبا او ادبیاتو په برخو کې لازم ګامونه اخیستل شوي.
«د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو مسلکي ادارو په همغږۍ او همکارۍ توانېدلی چې د دغو ژبو د ساتنې او پیاوړتیا لپاره له ۱۱ زرو ډېر جلده کتابونه د نږدې ۳۰ محلي ژبو په برخه کې چاپ کړي.»
د ملګروملتونو علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، ژبنۍ تنوع په پرلهپسې ډول د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ شوې.
دغه بنسټ د ژبنۍ تنوع او د مورنۍ ژبې پر بنسټ د ټولګډونه زدهکړې لپاره د پانګونې غوښتنه کړې.
یونسکو زیاته کړې چې د نړۍ له ۴۰ سلنې ډېر وګړي په داسې ژبه زدهکړو ته لاسرسی نهلري چې دوی پرې خبرې کوي یا یې درک کولی شي.
د یادونې ده چې د ملګروملتونو علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» ۱۹۹۹ کال کې د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.