د بدخشان مسوولان وايي، درایم ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې پرمهال د یوې مېرمنې او دریو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسانو ژوند بایللی.
د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار وویل، پېښه تېره وځ (دوشنبه، سنبله ۱۷) د درایم ولسوالي «زرک» سیمه کې هغه مهال وشوه، کله چې سراچه موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، پېښه کې ۷ مړه شوي د یوې کورنۍ غړي دي.
د نوموړي په وینا، دغه ټرافیکي پېښه کې یو ماشوم سخت ټپي شوی هم دی.
د دغې پېښې رامنځ ته کېدو لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو بېاحتیاطۍ او تېز سرعت په دلیل رامنځ ته کیږي.