Asset 1SWN

هلمند کې د تاریخي سیمو غیرقانوني کیندنو په تړاو ۱۱ کسان نیول شوي

هلمند تاریخي سیمې

د هلمند ځايي مسوولان وايي چې مرکز لښکرګاه ښار کې یې ۱۱ کسان د لرغونو سیمو غیر قانوني کیندنو پر مهال نیولي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد سلام‌وطندار ته وویل، دغه کسان وړمه شپه د «۰۱۲» امنیتي قطعې له لوري چې د تاریخي سیمو د ساتنې په برخه کې له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري کوي، نیول شوي.

هغه وویل: «یاد کسان مو هغه مهال ونیول چې د لښکرګاه ښار شهزاده حسین تاریخي هدیرې په سیمه کې یې غیرقانوني کیندنه کوله. له دوی سره بېلچې، کلنګ او د خوړو انتقال وسایل هم موندل شوي.»

د ده په وینا، چې نیول شوي کسان به له پلټنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد د تاریخي سیمو ساتنه ملي مسوولیت بولي او له خلکو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د هلمند مسوولان همدارنګه وايي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره امنیتي هڅې زیاتې شوي او اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي چې له امنیتي ادارو سره په همغږۍ دا ارزښتمن میراثونه خوندي وساتي .

دې سره هلمند کې د فرهنګي میراثونو شنونکی استاد رحمت‌الله حنفي ټینګار کوي چې ناقانونه کیندنه د فرهنګي وژنې سره برابر جرم دی او دولت باید دا عمل د ملي امنیت د ګواښ په توګه وپیژني او مخنیوی یې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام