Asset 1SWN

د پکتيکا ګيان کې په ۷.۸ ميليونه ډالرو زلزله‌ځپلو ته ۱۰۰۰ کورونه جوړ شوي

IMG-20250512-WA0004

پکتیکا کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په ګیان ولسوالي کې د ۷.۸ میلیونه ډالرو په لګښت زلزله‌ځپلیو ته ۱۰۰۰ کورونه  جوړ شوي دي.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کورونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست تر چتر لاندې د کډوالۍ په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري «UNHCR» په مالي ملاتړ رغول شوي دي.

خبرپاڼه کې د پکتيکا د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح له قوله ويل شوي چې ياد کورونه په ګيان ولسوالي کې د ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د رامنځته شوې زلزلې زيانمنو کورنيو ته جوړ شوي.

د هغه له قوله زياته شوې چې پر يادو کورونو شااوخوا ۷.۸ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی چې د ۲۰۰ کورونو چارې څه موده مخکې بشپړې او ۸۰۰ نور تېره ورځ زیانمنو ته وېشل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو کورونو ترڅنګ يو روغتون او ښوونځی هم جوړ شوي دي. زيانمنو کورنيو ته د يادو کورونو سپارلو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي  کمېشنري عمومي مسوول عرفات جمال وویل چې  له تېرو څلوېښتو کلونو په افغانستان کې فعالیت کوي او د بې‌سرپناه افغانانو لپاره به دا لړۍ روانه ساتي.

خبرپاڼه زياتوي چې زيانمنې کورونو د کورونو په جوړېدلو خوښي څرګندوي او وايي چې په دې سره به يې د سرپناه ستونزه حل شي او د اساسي کورونو ترڅنګ ورته مجهز ښوونځی او روغتون هم جوړ شوي.

د معلوماتو له مخې، جوړ شوي کورونه، د اوسېدو لپاره دوه خونې، یو دهليز او يو تشناب لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام